
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د امریکا او صهیونیسټي رژيم په ضد د ایران د شکایت په متن کې راغلي دي، په دې وسیله د ایران داسلامی جمهوریت د غیر پوځي صنعتي تاسیساتو په ضد د تیریګر صهیونیسټي رژيم په وسیله د مارچ په ۲۷ نیټه د وروستیو هوائي حملو راپور وړاندې کوي او په ډاګه کوي، چې عمومی تاسیساتو او صنائعو په ضد دغه ډول حملې او ددغوتاسیساتو اړونده بیخ بینائيو او د تولید اصلي یونټونو ته تاوان اړول په څرګنده د نړیوالو قوانینو او د ملګروملتو د منشور خلاف ورزی ده او دغه راز د ایرا دعلمی ،څیړنیزو او پوهنتوني مرکزونو په نښه کول د عمل او فرهنګ د له مینځه وړلو په معنا دي چې باید ملګري ملتونه اواړونده مرجع اورګانونه دې په دې اړه خپل مسئولیّت وپيژندي او چا ته دې د خپل سریتوب او د نړیوالو قوانینو د چخڼي کولو اجازت نه ورکوي،کنه نو دغه دود به خطرناکې پایلې ولري او ددغه شان سپيرو اقداماتو مخه نه نیولل به د نړیوالو اورګانونو په تیره بیا دملګروملتو په څير ستر مرجع اورګان حیثیّت او باؤر ترپوښتنې لاندې راولي.
ددغه شکایت په بلې برخې کې هم ټينګار شوی دی چې د ایران د اسلامی جمهوریت د عمومی بیخ بینائيو په ضد د غیر قانوني او قصدي حملو ته په ځواب کې د د ملګروملتو د ۵۱ مادې په اساس د ایران اسلامی جمهوریت خپل حق خوندي ساتي او دخپلو ملي حیاتي ګټو، مځکنئ بشپړ تیا او حاکمیت د بشپړ حفاظت او خوندیتوب لپاره به ټول لازم او متناسب تدبیرونه غوره کړي.
په ملګروملتو کې د ایران داسلامی جمهوریت سفیر او دایمی استازي همدارز د ملګروملتو سرمنشي او د امنیت شورا پړاویز مشر ته په جلاجلا لیکونو کې په ایران باندې د حملو لپاره امریکا او صهیونیسټي رژيم ته د خپلې خاورې او فضصا په اختیار کې په ورکولو باندې د کویت،عربستان، قطر او متحده عربی اماراتو د اقداماتو ددوام خبر هم ورکړ.
په دغه شکایت کې هم راغلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو په وسیله د ترسره شوو ارزونو او پلانونو په اساس ثابته شوې ده چې تیریګر هماغه راز د کویت،قطر، امارات او عربستان له حدودو اوهوائي حریمه دایران داسلامی جمهوریت په ضد د غیرقانوني پوځي حملو د دپلانونې ،اجرا، د تجهیزولو او چمتووالی لپاره استفاده کړې ده. د یوه ثالث حکومت او د حدودو په ضد د وسلوالو حملو د ترسره کیدااو د تیریو د اعمالولو لپاره د خپل ټاټوبی په اختیار کې د ورکولو له امله د حکومتونو نړیوال مسئولیّت ته په پام سره، د ایران اسلامی جمهوریت ددغو غیرقانوني اقداماتو په باب خپل سخت او پریکنده اعتراض اعلانوي او ددغوهیوادونو له حکومتونو څخه په جدي توګه غواړي، د ښه ګاونډيتوب اصول دې رعایت کړي او د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد دې د خپلو حدودو څخه د استفادو ددوام مخنیوی وکړي.
د شکایت په پاي کې هم راغلي دي ، د ایران اسلامی جمهوریت د نوموړو هیوادونو حاکمیّت ته د احترام او د ښه ګاونډيتوب اصل ته په عین پابندئ کې د خپلې سیاسی خپلواکئ ،مخکنئ بشپړ تیا او د حاکمیّت د خوندي ساتلو په خاطر ،دروا دفاع دشخصي حق د اعمالولو پشمول ټول لازم او ضروري تدبیرونو د غوره کولولپاره حق حق محفوظ ساتي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171860